د لندن کنفرانس او دبشرد حقوقو بحث
رحمت اله روان رحمت اله روان

د لندن كنفرانس او له طالبانو سره د جوړ جاړې مسالې د افغانانو په منځ كې يو ځل بيا ځينې زاړه بحثونه را تاوده كړي دي، يوه ډله له طالبانو سره خبرې اترې او په سياسي پروسه كې د هغوى شاملول دافغانستان لپاره سوله او دومدار امنیت بولی،ولی برعکس ځینی ډلی او بعضی مستقیل شخصیتونه بیا دطالبانو سره خبری او دهغوی اشتراک په دولت کی د بشر د حقوقو تر پښو لاندې كول اوتعرض بولی دوی استدلال کوی چی طالبانو دخپلی واکمنی په محال کی ډیر خلګ وژلی دي دښځو حقوق یی تر پښو لاندی کړی دي باید په اوسنی نظام کی چی ددموکراسی په لور تازه ګامونه ږدی ځای ږر نکړل شی .

بله ډله د انتقالي عدالت د پلي كيدو غوښتونكي دي، وايي پخواني جنګسالاران چې اوس هم په حكومت كې لوړې چوکی لري بايد له حكومت او نظام نه لرې كړاى شي او دمحاکمی ومیز ته راکش شی.

دځو ورځو را په دی خوا په رسنيوکی دا خبر ډیر ګرم شوی دي چې امريكايي چارواكي به له ولسمشر كرزي و غواړي چې جنرال دوستم له دندې لرې كړي ځكه دوى نه غواړي چې داسې يو څوك په حكومت كې په لوړ مقام ګومارلى وي چې د سلګونو طالبانو دوژلو تور پرې پورې دى!

وړمه ورڅ د امريكا سفير په يوه خبري ناسته كې د ملي جنبش د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د بيا ټاكنې په اړه اندېښنه وښوده وې ويل چې پر نوموړي د سلګونو كسانو د وژلو تورونه دي

امريكايي چارواكيو دلندن كنفرانس په درشل كې هم دغه مساله ياده كړه او ډير امكان دى د ولسمشر كزري پر خلاف د تبليغاتي كمپاين لپاره همدغه مساله بيا بيا رسنيو ته راووزي او تكرار شي

د بشر د حقونو مدافع ډلي او د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې جنرال دوستم د شبرغان په لیلې دښته کې د شاوړخوا ۱۰ زره انسانانو په وژلو مجرم پیژندلی خو دوستم دغه تورونه بي اساسه بولي.

افغان ولسمشر حامد کرزي  په کابل کې د خبرو پر مهال د دوستم ننګه وکړه او هغه یې د افغانستان یوه آزاد بچي ته ورته وبلل چې د کرزي پر وینا له هر راز قانوني حقوقو برخمن دی او په افغانستان کې د آزاد ژوندانه حق لري

حامدکرزی وویل چې که چیرته دوستم په جنګي جنایتونو تورن وو نو ولي په ۲۰۰۴ کال کې نړیوالي ټولني هغه مهال چې نوموړي ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی وو په دغو جرمونو تورن ونه باله چې په اوسني حساس حالت وکې چې مونږ د ملي یو والي لپاره کار کوو دغسي تورونه مطرح کوي،همدارنګه دافغانستان دولسمشر حامد کزی دخبرو دتائد پر بنیاد با ید وویل شی کوم وخت چی په ۲۰۰۱ م کال دنومبر په میاشت کی دمزارشریف دقلع جنګی په سیمه کی ونه شوای کولای چه طالبان له ماتی سره مخامخ کړی بالاخره ولی یی دهغوی په له منځه وړلو کی له دوستم ځخه دکمک غوښتنه وکړه،ولی هغه مهال ورته قهرمان او پهلوان خطاب کیدی مګرم نن ورته دجنایت کار خطاب کیږی،دلته  هدف دجنایت کارانو ځخه ددفاع په معنا نه ده ولی دومره ویلی شم چه یو جنایت کارد بل جنایت کار دمحکمی غوښتنه نشی کولای

دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د جنرال دوستم د راستندیدو او د پوځ په یوه لوړه څوکۍ د هغه له بیاځلي ګمارلو څخه ملاتړ وکړ او د نړیوالو هغه تورونه یې بي اساسه وبلل چې وایي نوموړی په جنګي جنایتونو تورن دی چې نه باید په حکومت کې په دنده ګمارل شوی وای.

خو ولسمشر د جنرال دوستم د ګومارنې په اړه خپل دلايل لري اودغه دلايل څه وزن اواهمیت لري، داسې يو څوك چې ځان په افغانستان كې د واك تر ټولو ستر مقام (ولسمشرۍ) ته كانديد كړي. نړيواله ټولنه، سفارتونه اود بشر د حقوقو په نامه جوړې ډلې ټپلې پرې چوپه خوله وي او تائيد يې كوي بل وخت په يوه تشريفاتي كرسۍ د هغه ټاكل كيدل هيچاته د زغم وړ نه وي، دا حالت پخپله د يو بام او دوې هواوې سياست څرګندوى دى، معنا دا چې پر افغاني ټولنه كومې څیری تپل شوې او نن دلته د واك كوم محورونه او مركزونه جوړيږي، كه د نړيوالې ټولنې شوم سيورى نه وي ولس به له هغوى سره خپل حساب كتاب پخوا معلوم كړى ؤ، دلته چې څه شوي دي د بن په كنفرانس كې يې بنسټ اېښودل شوى دى، كه مساله د خرابيو سمون وي نو بايد په واقعي معنا افغان ولس پرېښودل شي چې د خپلو ظروفو، شرايطو او غوښتنو پر بنسټ نظام جوړ كړي. اصلاً د نړيوالې ټولنې چل په دې كې دى چې د خرابيو بنسټ دوى ايښى، ډير ناوړه كسان دوى په يوه او بل نامه زموږ د ولس پر اوږو سپاره كړي دي، اوس چې په ټوليزه توګه هغوى دناکامی په حال کی  دي د خرابيو پړه پر نورو ورغورځوي، په دې كې شك نشته چې په افغانستان كې ډير دردونکی جنايات شوي دي، د دغو جناياتو زياتره لومړى درجه مسوولين همدا اوس ژوندي او په اوسني نظام كې په يوه او بله بڼه شته، متاسفانه نړيواله ټولنه په تيره امريكا د يو كس او يا ډلې لپاره د ارزولو په هغه معيارونو باوري نه ده چې افغان ولس پرې باور لري، هغوى د خپلو ګټو له عينكو موږ ته ګوري، يو څوك د يوه پړاو لپاره د ستاينې وړ دى، همغه په يوه بل پړاو كې بايد ورټل شي.

ځكه خو لومړى د افغان حكومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ بايد دغه مساله سپينه شي، دوهم افغان ولس بايد خپل كاڼي او معيارونه و پالي، موږ به تر كومه دې ته ناست وو چې نړۍ مو پر چا د مجاهد او اتل نوم ږدي او پر چا د مجرم او دخپلو کټو په خاطر افغا نان په یوه اوبل نامه بد نام وی،اوپه خپلو مینځوکی یی په جنګ اچوی،که افغانان په خپلو مینځوکی سره جوړ شی او د تیرشوی سرګذشت ځخه لږ ځه تجربه واخلی،کیداشی دسولی اوملی یووالی تلاشونه چه نسبتا اوس دشروع په حال کی دی ښه نتجه ور کړي.

كه چیری افغانان په خپل مینځوکی ومثبتی نتجی ته ورسیږی په هغه صورت کی  به بيا نړيوال پر موږ كوم مجرم د اتل په نامه و تپلى شي او نه به مو اتلان د نورو په حكم او فتوا مردود وي.

د دې نيوكو او استدلالونو په وړاندې نور افغانان بيا دا اعتراض او استدلال كوي چې كه د قاتل محاكمه هدف وي نو يو قاتل د بل د محاكمې خبره ولې وكړي؟

په افغانستان كې د شاهی له واكمنۍ نه نيولې د امريكايانو تر بريدونو پورې هم بهرنيان د افغان ولس په وژلو تورن دي او هم پخپله د بيلابيلو رژيمونو واكمن، همدا اوس امريكايان په افغانستان كې په عامه وژنه ككړ دي، دوى بيا د نورو د محاكمې او يا له دندې د لرې كيدو خبره ولې وكړي؟

د ۱۴ كلن جهاد په بهير كې د كورنۍ جگړى مركز په كابل كې و، او مجاهدينو ،ډېره هڅه كوله چې په كابل باندې مرگونى گوزارونه وكړي او آمريكا او لويديز په دى خوشاله كړي چې د وى كابل ته رسيدلى دي. د مجاهدينو په دغه حملو كې د كابل په ښار كې په بى گناه افغانان د ماشومانو او ښځو په گډون شهيدان كېدل او د كابل ښار ودانۍ داور په لمبو كې سوځول كېدلى. دغه كورنۍ جگړه هغه وخت په تنظيمو جگړو بدله شوه، چې په ۱۳۷۱ لمريز كال په كابل كې د مجاهدينو حكومت جوړ شو. د مجاهدينو د حكومت په جوړيدلو سره د قدرت په سر د تنظيمونو په منځكى د پاكستان او ايران په ملاتړ او لاسوهنى سره تنظيمى جگړى پېل شوې. د تنظيمى جگړو په بهير كې شپه او ورځ كابل د جگړو په لمبو كې سوځيده، او د دغه دردونكى حالت سيل آمريكا، لويديزو هېوادونو او ټولى اسلامى نړۍ كاوه، او د هيچا زړه په كا بل اودكابل په بې ګناه خلكو باندى نه سوځيده. او داسى ښكاريده چې كابل د نړيوالو په وړاندى سخته گناه كړي وي. لكه څنگه چې د مجاهدينو په حكومت كې د قدرت په سر كابل د جگړى په لمبو كې سوځيده، د طالبانو د واكمنۍ په و خت كې هم كابل د جگړى په لمبو كې سوځيده. په تيرو دير شو كلونو كې كابل د آمريكا له هوايى بمبارى او د درنو وسلو او دكروزر د توغنديو له بريدونو څخه هم ونه ژغورل شو. او دادى د آمريكا او ناټو د ځواكونو په شتون كې كابل د تروريزم پر خلاف جگړى په لمبو كې سوځى چې په تيرو ۸ كلونو كې ددغه جگړى په بهير كې څووارى تروريستان په دى وتوانيدل، چې د تروريستى حملو او د ځانمرگو بريدونو په سرته رسولو سره كابل د جگړى په لمبو كې وسوځوي او بى شميره بى گناه افغانان د ښځو او ماشومانو په گډون شهيدان كړي، چى وروستۍ بیلګه يې د روان كال د مرغومى د مياشتى په ۲۸ مه د كابل په ښار كې ، او د گلبهار سنتر په وړاندى ځانمرگى بريدونه او فروشگاه بزرگ باندى د تروريستانو وسله والو حمله وه. او دی ته ورته حملی په دی نږدو ورځوکی دهلمند،خوست،زابل اوهرات ولایتونوکی هم شوی دي

كه د هرې ډلې استدلال او منطق ته ځير شو يو وزن پكې شته، خو اوس دې ته اړتيا ده چې د دې متضادو غوښتنو ترمنځ داسې توازن ټينګ شي چې هغه زموږ د دري ژبي د متل په مصداق (هم لعل بدست ايد و هم دل يار نرنجد

تر ټولو لومړى دا چې امريكا او نړيواله ټولنه دې د افغان ولس له وژلو او ځورولو لاس واخلي، دوى دې افغانانو ته دا زمينه برابره كړي چې خپلې ستونزې پخپلو كې سره مطرح كړي، كه دغسې د يو بل د نه منلو خبره را واخلو د هګۍ او چرګې د مخكې پيدا كيدو سبطه به ترې جوړه شي.

په افغانستان كې متاسفانه هغه د متل په مصداق هر چا د خپل زور په اندازه تيرى كړى دى، د دې ټولو څيړل په دغه موجوده شرایطوکی آسانه خبره نه ده، دا اوس چې كومې ادارې د بشر د حقوقو تر نامه لاندې فعالې دي كه د دوى امتيازات له كړنو سره او د دوى بوختياوې له كاري ساحې سره وارزول شي ښايي داسې بوږنوونكي مسايل را لوڅ شي چې هيڅوك يې د سپيناوي تاب و نه لري، په ولسي جرګې كې د كابل وكيل نجيب كابلي څه موده وړاندې رسنيو ته په افغا نستان کی دبشر دحقوقو  خبلواک کمیسون دکار په باب نیوکی وکړی ، آيا دبشر دحقوقو مشری اویا نورو کارکونکو يې د ځواب ويلو جرایت درلودی؟

حال دا چې همدا اوس هم د افغان ولس وژنه په مختلفو نومونو روانه ده قاتلان يې سرې سترګې ګرځي، پر حقوقو يې غدۍ هم لويدلې لوټماران يې د نويو لارو چارو په غوره كولو بوخت دي، مناسبه داده چې لومړى همدغه اوسنى حالت بايد سم شي، د وژنو، لوټ، جعل او ټګيو دغه بازار ور ټول كړل شی بيا د پرون د مظلومانو پورا و حقوق وغوښتل شی او یا یی پښتنه وشی . پای

 


February 7th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی